کندهار کې د ټاکنیز کمپاین دفتر ته نزدې چاودنې د یوه خبریال په ګډون څلور کسان وژلي

د هېواد راډیو ټلویزیون رئیس صدیق الله خلیق ویلي چې ښاغلی هوتکي تېره شپه روغتون ته یوړل شو او نن سهار یې ساه ورکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د کندهار په ۱۴مه حوزه کې چاودنې د یوه محلي خبریال عبدالحمید هوتکي او یوه ماشوم په ګډون څلور کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه تېره شپه شااوخوا اته بجې د کندهار ښار د ټانک سیمه کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم د کمپاین دفتر ته نزدې رامنځته شوه.

ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) ویلي، د عبدالحميد هوتکي په کندهار کې د هېواد په نوم د یوه محلي راډيو ټلويزيون خبريال و.

د نی ادارې د هېواد راډیو ټلویزیون د رئیس صدیق الله خلیق په حواله ویلي چې ښاغلی هوتکي تېره شپه روغتون ته یوړل شو او نن سهار یې ساه ورکړه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، له دې سره په روان لمريز کال کې په افغانستان کې د وژل شويو خبريالانو شمېر څلورو تنو ته ورسېد.