ډیپلوماسۍ ته د تهران او واشنګټن بېرته ګرځولو هڅې کوي

په ۲۰۱۸ کال کې ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د نړۍ د قدرتونو اټمي تړون پرېښود او پر دغه هېواد یې تر ټولو سخته بندیزونه ولګول چې ورسره د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې خرابې شوې.

روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د څلوراويايمې عمومي اسامبلې پر مهال د بریټانیا، جرمني، فرانسې او جاپان مشرانو هڅه وکړه، چې د امریکا او ایران رهبران د ډپلوماسۍ بیا پيل ته وهڅوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ویلي چې متحدو ایالتونو او سعودي عربستان ترې غوښتي، چې د کړکېچ د کمولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

اخوا د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون پرون وویل، که د ايران ولسمشر حسن روحاني له خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ سره له کتنې پرته له امريکا ووځي،دا به د فرصت له لاسه ورکول وي.

د بريتانيا صدراعظم چې له روحاني او مکرون سره يې په ملګرو ملتونو کې کتلي، وويل چې دى فکر کوي له مکرون سره موافق دى.

د ایران او امریکا اړیکې په دې وروستیو کې وروسته له هغې خرابې شوې، چې د امريکا ولسمشر ټرمپ له اټومي تړون څخه د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيالګولو اعلان وکړ.

په دغو بنديزونو کې د ايران د تېلو او مالي سکټور په نښه شوي دي.