د امریکا د استازو جرګې مشرې د ټرمپ د استیضاح لارو چارو لټولو امر کړی

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي.

د امریکا د استازو جرګې او په دې جرګه کې د اکثر ډیموکراتانو مشرې نانسي پلوسي د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح د لارو چارو لټولو امر کړی دی.

پلوسي دا کار وروسته تر هغه کړی چې د اوکرایین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټيلیفوني خبرو جزییات افشا شوي.

نانسي پلوسي پرون وویل، ولسمشر باید د خپل عمل پروړاندې مسوول وي او هیڅوک له قانونه پورته نه دی.

هغې وویل د همدې لپاره دې د استازو جرګه د ټرمپ د استیضاح په لارو چارو پلټنه وکړي.

ویل کیږي په هغو ټيلیفوني خبرو کې چې ټرمپ له خپل اوکرایني سیال زیلینسکي سره درلودې، له هغه یې د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی هنتر بایډن په اړه د پلټنو غوښتنه کړې.

د بایډن زوی مخکې په اوکرایین کې رسمي دنده درلوده او یوه قضايي ستونزه ورته پیدا شوې وه.

د ټرمپ په خبره جوبایډن له خپلو وظیفوي صلاحیتونو په استفادې په دې موضوع کې مداخله کړې وه او د خپل زوی سره یې مرسته کړې وه.

تمه کیږي چې جوبایډن په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ اصلي سیال هم وي.