موسی قلعه کې د ملکیانو د وژل کېدو په اعتراض لښکرګاه کې لاریون وشو

د موسی قلعه په عملیاتو کې دطالبانو او القاعدې غړو د وژل کېدو ترڅنګ د ولسي تلفاتو په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کېږي، خو رسمي سرچینو ویلي چې تر څېړنو وروسته به څرګنده شي.

د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د لښکرګاه ښار اوسېدونکو په موسی قلعه کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ولسي خلکو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې اعتراضي لاریون وکړ.

په دغو بریدونو کې چې حکومت د ۲۲ طالبانو او القاعده جنګیالیو د وژلو خبره کوي، ولسي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې هم کېږي.

ځینو سیمه ییزو سرچینو د څلوېښتو په شاوخوا کې د ولسي خلکو د وژل کېدو خبره کړې، خو رسمي سرچینې که څه هم ملکي تلفات مني، لا یې شمېرې نه دي وړاندې کړي.

لاریون کوونکو له حکومت او طالبانو وغوښتل چي د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي او سوله وکړي.

د دوشنبې په شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو موسي قلعه ولسوالۍ کې ځمکني او هوايي عملیات وکړل چې د چارواکو په وینا د طالبانو تر څنګ د القاعده یو شمېر غړي هم پکې ووژل شول.

د وژل شويو ولسي وګړو د کورنیو غړو ازادي راډیو ته وویل چي په دغو عملیاتو کې ۱۴ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي. د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي د پنځه دیرشو او بل د څلوېښتو ملکیانو د وژل کېدو ادعا وکړه.

ولسمشر اشرف غني د دې پيښې د څیړلو لپاره د هلمند والي ته د یوه پلاوي جوړولو امر کړی.