بریتانیا: ایران د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې مسؤل دی

بریتانیا وایي، ایران د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې مسؤل دی.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس وایي، بریتانیا دې نتیجې ته رسېدلې چې ایران د سعودي عربستان د تېلو پر دوو سترو چاڼ ځایونو د سپټمبر د ۱۴مې د حملې مسؤل دی او د امریکا په مشرۍ له هغو پوځي هڅو سره د یوځای کېدو په اړه به غور وکړي چې هدف یې د سعودي عربستان د دفاعي ځواک پیاوړي کول دي.

جانسن چې نیویارک ته په لاره په الوتکه کې سپرو خبریالانو ته یې څرګندنې کولې، دغه راز وویل چې برتانیا به له خپلو متحدینو سره کار وکړي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ کم شي.

د بریتانیا دغه محافظه کار صدراعظم نه دي ویلي چې په دې حمله کې د ایران د لاس لرلو په اړه کره شواهد لري که نه، خو دغو خبریالانو ته په څرګندونو کې یې وویل چې د دې ډېر احتمال شته چې د بې پیلوټه الوتکو او کروز توغندیو په ذریعه دغه حمله ایران کړې ده.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس

تر اوسه ایران په رسمي ډول د بریتانیا د صدراعظم د دغې ادعا په اړه عکس العمل نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې دا ډول تورونه په مکرر ډول رد کړي وو.

ایران دغه راز متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړ چې پر دې هېواد هره حمله به لویه جګړه پیل کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د وینا په ترڅ کې وویل چې بهرني ځواکونه دې د فارس له خلیجه ځان لېرې وساتي او ټینګار یې وکړ چې د دوی حضور په سیمه کې د وسلو سیالۍ ته زمینه برابروي.

د روحاني له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک یوه جګپوړي قوماندان ویلي وو چې ځواکونو یې د جګړې تمرینونه ترسره کړي او د جګړې سناریو ته تیار دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان پر دې سربېره چې د دغو حملو مسؤل یې ایران بللی، دا هېواد یې تورن کړی چې په یمن او سوریه کې جګړه مخ ته وړي.

متحدو ایالتونو هڅې پیل کړي چې په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د تېلو د کښتیو د آزاد تګ راتګ د خوندیتوب مسئله یقیني کړي.

ایران په دې وروستیو کې د بریتانیا د بیرغ لرونکې یوې کښتۍ په ګډون د سوداګرۍ څو کښتۍ ولجه کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ درې ورځې مخکې د سپټمبر په شلمه اجازه ورکړه چې په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې دې د امریکایي ځواکونو شمېر یو څه زیات شي.