د پاکستان صدراعظم له زلمي خلیلزاد سره لیدلي

عمران خان په نیویارک کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې هېله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې خبرې بیرته پیل شي.

د پاکستان دولتي راډیو (راډیو پاکستان) د راپور له مخې، عمران خان په نیویارک کې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ضروري بللی او په دې برخه کې یې د ټولو هڅو څخه د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د پاکستان صدراعظم ویلي چې د افغانستان کړکیچ له پوځي لارو نه شي هواریدای.

له هغې راوروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان له صدراعظم سره ګوري او ورسره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي.

خپله زلمي خلیلزاد ددې لیدنې په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د پاکستان دولتي راډیو په دې لیدنه کې د نوموړې له خولې ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره له پاکستان سره د شریک کار د دوام غوښتونکی دی.

دوه اونۍ مخکې په کابل کې د طالبانو تر یوه ځانمرګي برید وروسته چې د یوه امریکايي سرتیري په شمول یې ۱۲ کسان ووژل، ښاغلي ټرمپ له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا هغه مذاکرات لغوه کړل چې په کې له نهو پړاوه خبرو وروسته دواړه لوري د هوکړه لیک پر یوې مسودې سره سلا شوي وو.

د پاکستان صدراعظم عمران خان، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.