کابل کې د الکترونیکي پېژندپاڼو پنځم مرکز پرانستل شو

ښاغلي رسولي وویل، تردې وروسته د افغانستان اتباع اړ نه دي د الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کولو لپاره دوه دولتي مامورین د هغوی هویت تائید کړي.

د افغانستان احصاییې او معلوماتو ملي ادارې په کابل ښار کې د الکترونیکي تذکرو د وېش پنځم مرکز پرانست.

ددغې ادارې رئیس جاوېد رسولي نن یکشنبه (وږي ۳۱مه) ددغه مرکز د پرانستې پرمهال وویل چې د افغانستان هر وګړی کولی شي له محدودیت په پرته د الکترونیکي تذکرو په هر مرکز کې خپل غوښتنلیک ثبت کړي.

تردې وړاندې په کابل ښار کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څلور مرکزونه په وزیر اکبرخان، ارزان قیمت، کارته چهار او خیرخانې کې پرانستل شوي وو. د اوس لپاره پر پلازمېنې کابل سربېره په ننګرهار او هرات کې هم د الکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونه فعال دي.

ښاغلي رسولي وویل چې ددوی په اداري پروسیجرونو کې بدلونونه او اسانتیاوې راغلي او تردې وروسته مراجعه کوونکي اړ نه دي د الکترونیکي تذکرې ترلاسه کولو لپاره دوه دولتي مامورین د هغوی د هویت ضمانت وکړي.

په افغانستان کې د الکترونیکي تذکرو وېش تر کلونو ځنډ او سیاسي جنجالونو وروسته د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ۱۳۹۷ کال په ثور میاشت کې پيل شو.

د نوموړي په خبره، د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې د هویت د تثبیت ټول کتابونه سکن کړي او ددوی کارکوونکي ورته لاسرسی لري او تردې وروسته یوازې د کاغذي تذکرې پر اساس خلکو ته الکترونیکې تذکرې وېشل کېږي.

ده همداراز یادونه وکړه، بله اسانتیا دا ده چې په کومه ورځ مراجعه کوونکي خپل غوښتنلیکونه سپاري، د هغوی بیومتریک نښې هم په هماغه ورځ اخستل کېږي.

ښاغلي رسولي وویل، تردې مهال ۲۸۷ زره کسانو ته په ټول افغانستان کې الکترونیکې پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

هغه یادونه وکړه چې د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکې تذکرې ټول پخواني غوښتنلیکونه طی مراحل کړي او دوی چمتو دي چې نوي غوښتلیکونه ومني.