مصر کې کلونه وروسته د حکومت ضد مظاهرې شوي

پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې تحریر چوک ته نزدې په سلګونو کسانو د ولسمشر السیسي پرضد مظاهرې وکړې.

د مصر د پلازمېنې قاهرې په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې سلګونو کسانو د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د استعفا غوښتنه وکړه.

دا له ۲۰۱۳ کال راهیسې چې السیسي واک ته ورسېد، لومړی ځل دی چې د هغه په مخالفت دومره خلک واټونو ته راوځي.

د مصر د اقتصادي او ټولنیزو حقونو مرکز پرون (شنبه، سپټمبر ۲۱مه) وویل، دولتي ځواکونو دوه خبریالان او لسګونه لاریون کوونکي نیولي دي، خو د چا د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړی شوی.

د بلوا ضد پولیسو له لوري د ډنډو او اوښکې بهوونکي ګاز د استعمال له کبله، د تنګو کوڅو ګڼې مظاهرې ژر تیت او پرک شوې.

دا له هغې راهیسې چې د السیسي حکومت وروستی ځل مظاهرې ځپلې، په دې هیواد کې نادره مظاهرې دي.

وروسته له هغې چې د هغه د حکومت پرضد د مظاهرو لپاره انلاین غوښتنه وشوه، په سلګونو کسان د مصر په سویز ښار کې پرلپسې دوهمه شپه واټونو ته راوتلي و.

د مصر سوداګر محمد علي چې په تبعید کې اوسي او د مصر پوځ او حکومت یې په فساد تورن کړی، له مصریانو غوښتي وچې واټونو ته راووځي او مظاهرې وکړې.

السیسي پر پخواني ولسمشر محمد مرسي کودتا وکړه او په ۲۰۱۳ کال کې یې د مصر حکومتي واګې په لاس کې ونیولې

پخواني جنرال السیسي ته د یوه داسې مشرپه سترګه کتل کیږي چې د سیاسي مخالفینو د ځپلواو د منتقدینو د غلي کولو لپاره یې سختې ځپنې ته مخه کړې او زرګونو کسان یې بندیان کړي دي.

نوموړي په ۲۰۱۳ کال چې هغه مهال د مصر د دفاع وزیر و، پخوانی انتخاب شوی اسلامپال ولسمشرمحمد مرسي یې له واکه لیرې کړ.

د هغه حکومت له مخکنیو مظاهرو وروسته داسې قوانین تصویب کړل چې په عامه ځایونو کې ټولې مظاهرې غیرقانوني اعلانوي.

پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې تحریر چوک ته نزدې په سلګونو کسانو مظاهرې وکړې. دا د هغو مظاهرو اصلي ځای و چې په ۲۰۱۱ کال یې د مصر د اوږدې مودې دیکتاتور ولسمشر حسن مبارک له واکه لیرې کړ.

یوې امنیتي سرچینې فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي چې لږترلږه ۷۴ کسان په قاهره کې نیول شوي دي.

د دې آژانس خبریالان وایي چې امنیتي ځواکونو په قاهره کې د مظاهره کونکو د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړ.

د بشري حقونو د څارنې سازمان هیومان رایټس واچ د مصرله چارواکو غوښتي چې د سوله ییزو مظاهره کونکو حقونه خوندي کړي.

د روانې اونۍ په پیل کې السیسي د ده پرحکومت د فساد لګیدلي تورونه رد او هغه یې سوچ درواغ بللي و.