په البانیا کې زلزلې لسګونه کسان ټپیان کړي

ارشیف

په البانیا کې زلزلې لسګونه کسان ټپیان کړي او یو شمېر ودانیو ته یې زیان اړولی دی.

د البانیا چارواکو او رسنیو پرون شنبه وویل چې دا له څو لسیزو وروسته په دغه هېواد کې تر ټولو زوروره زلزله وه.

دولتي راډیو ټلویزیون پرون وویل، په زلزله کې ۳۷ تنه ژوبل شوي کسان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې د ټپیانو شمېر شااوخوا ۵۰ تنو ته رسېږي.

د البانیا د دفاع وزارت ویندوی وايي چې څوک مړه شوي نه دي.

د دفاع وزارت په وینا، دا په ۳۰ کلونو کې د لوېدیځ بالکان په سیمه کې تر ټولو سخته زلزله وه.

د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۶ درجې اټکل کړی دی.