د البانیا دفاع وزارت ۱۱۱ کډوال چې یونان ته روان وو وژغورل

د البانیا د دفاع وزارت یوې بېړۍ پرون د سپټمبر په یویشتمه ۱۱۱ کډوال چې یونان ته روان وو او په اګین سمندر کې يې لاره ورکړه کړې وه، وژغورل.

د البانیا دفاع وزارت ویلي چې ټول کډوال د ترکیې حکومت ته سپارل شوي دي.

د البانیا د دفاع وزیرې پرون پر فېسبوک ولیکل چې د سوریې، عراق او فلسطین کډوال د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې په درېیو جلا جلا عملیاتو کې ژغورل شوي دي.

د البانیا د دفاع وزیرې زیاته کړې چې ژغورل شوي کډوال په کوچنیو بېړیو کې سپاره وو.

البانیا له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د ناټو غړې ده.

دا هېواد له هغه راهیسې په اګین سمندرګي کې د ناټو د سمندري ماموریت غړیتوب لري.