د نړۍ زرګونه کسانو د اقلیم د ککړتیا د مخنیوي په اړه لاریونونه وکړل

د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې پرون د سپټمبر په شلمه زرګونه کسانو د اقلیم د ککړتیا د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې لپاره لاریونونه وکړل.

د اسټرالیا له سډني ښاره تر کابل او اسلام اباده خلکو په سوله ییزو لاریونونو کې له نړیوالو رهبرانو غوښتنه وکړه چې داسې پرېکړې وکړي چې پر اساس يې په نړۍ کې د زهرجنو ګازونو تولید کم شي او چاپېریال ته له دې امله متوجې ګواښونه کم شي.

له تقریباً یوه کال راهیسې یوه ۱۶کلنه سویډنۍ نجلۍ چې ګرېتا تونبرګ نومېږي، د جمعې په ورځو د اقلیمي تغییراتو د مخنیوي لپاره سوله ییز لاریون کوي.

په نړۍ کې پرونيو لاریون کوونکو هم له هغې الهام اخیستی و.

په کابل کې هم پرون سلګونه کسان په لاریون کې را یوځای شوي وو چې لویه برخه یې ښځې وې چې (له جګړې به ونه مرو خو له ککړې هوا به ومرو) شعارونه لېږدول.