ارګ: هېڅ مرجع د ولسمشر د حکم د ځنډ حق نه لري

ارګ وايي، د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر مخالفت سربېره به د بهرنیو چارو په وزارت کې د ولسمشر اشرف غني په حکم د ټاکل شوي هیئت له خوا ارزونه او تفتیش دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د مامورینو د ټاکلو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر غني له خوا د څېړنو حکم د افغان اجرائیه رئیس عبدالله د مخالفت سره مخ شوی و او ولسمشر ته یې په یو لیک کې لیکلي وو چې د ټاکنیزو سیالیو په ورځو کې د دې څېړنې حکم کمپایني بڼه غوره کوي، ځکه خو دې دا څېړنه تر انتخاباتو وروسته بل حکومت وځنډول شي.

خو ارګ د پنجشنبې په ورځ یوې خبرپاڼې کې وویل: د افغانستان په اساسي قانون کې د جمهور رئیس صلاحیتونه په واضح ډول تسجیل شوي، نو پر دې بنا هېڅ مرجع د جمهور رئیس د حکم د ځنډولو حق نه لري او ټاکل شوی هیئت به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر غني له خوا د بهرنیو چارو په وزارت کې د څېړنو حکم وروسته له هغې ورکړل شو چې د زمري میاشت کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څار د ګډې خپلواکې کمېټې په خپاره شوي راپور کې وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د کارکوونکو استخدام او بهر ته یې د لېږلو پروسه په شفافه توګه نه ترسره کېږي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څار د ګډې خپلواکې کمېټې د راپور له مخې، له ۲۰۱۱ میلادي کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې د بهرنیو چارو په وزارت کې د استخدام ۴۴ فیصده چارې له ازموینې پرته ترسره شوي دي.