پامپیو: غواړو د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د حملې کړکېچ سوله ییز حل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران په اړه ویلي چې دوی غواړي چې هغه لانجه چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې له امله را پیدا شوې، په سوله ییز ډول حل شي.

د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د سپټمبر په څوارلسمه حملې وشوې چې دې مسئلې په سیمه کې کړکېچ په بې ساري ډول زیات کړی دی.

مایک پامپیو په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې له خپلو متحدانو سره تر کتنې وروسته پرون د سپټمبر په نولسمه وویل چې په سیمه کې په بې ساري ډول کلک اتفاق پر دې دی چې د سعودي پر تاسیساتو حمله ایران کړې ده.

ایران دا تور رد کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون په متحده عربي اماراتو کې خبریالانو ته وویل: موږ اغېزمنې خبرې وکړې، زه دلته را واستول شوم چې پر دې وپوهېږم چې زموږ ملګري او متحدان د ایران د جمهوریت له لوري ګواښ ته څه ډول ګوري، زه خپل هدف ته ورسېدم او کولی شم چې ولسمشر ټرمپ ته په دې اړه چې څرنګه پرمخ ولاړ شو، مهم معلومات ورکړم.

په یمن کې حوثي ملېشه وسله والو مخکې ادعا کړې وه چې حمله دوی کړې ده.

خو واشنګټن او ریاض پر تهران تور لګوي.