ټرمپ: پر ايران به نور بندیزونه ولګول شي

د امریکا ولسمشز ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر پرون د سپټمبر په اتلسمه په سعودي عربستان کې د تېلو پر تاسیساتو د حملو په اړه په خبرو کې خبریالانو ته وویل چې پر ايران به بندیزونه ولګول شي.

ټرمپ چې د ملي امنیت نوی سلاکار یې هم ورسره و، لاس انجلس ته تر پرواز مخکې خبریالانو ته وویل: موږ به ډېر اغېزمن بندیزونه پر ایران ولګوو، موږ به یې په را روانو ۴۸ ساعتونو کې اعلان کړو.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان دفاع وزارت پرون د بې پیلوټه الوتکو او د کروز مزائيلو ټوټې خبریالانو ته ورښکاره کړې او ويې ویل چې په دې کې د پوښتنې ځای نه شته چې د دوی د تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې شاته ایران دی.

د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د سپټمبر په څوارلسمه حمله وشوه.

د حملې مسئولیت په یمن کې حوثي ملېشه ځو اکونو اخیستی چې ایران یې ملاتړ کوي، خو د سعودي د دفاع وزارت ویاند وویل چې د ایران نیابتي جګړه مارې ډلې د داسې حملې توان نه لري.

د ایران حکومت ویلي چې دوی په حمله کې لاس نه لري.

تهران دا خبرداری هم ورکړ چې پوځي اقدام ته به متقابل ځواب ورکړي.