ټرمپ له ایران سره بې قید او شرطه خبرو ته د تمایل څرګندونې رد کړې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر د یو شمېر امریکايي چارواکو دا څرګندونې رد کړې چې ډونالد ټرمپ له کوم شرط پرته د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیدو ته تمایل ښودلی دی.

ډونالد ټرمپ په خپل یو ټوېټ کې لیکلي: جعلي خبرونه وايي چې ما له کوم قید او شرط پرته له ایرن سره لیدو ته تمایل ښودلی، خو دا څرګندونې ناسمې دي.

د امریکا ولسمشر دا ټوېټ د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو تر برید یوه ورځ ورسته کړی دی.

تر دغې حملې وروسته چې مسؤلیت یې یمني حوثیانو په ځان ومانه، امریکا ایران ته د شک په سترګه ګوري.

ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د جولای په دېرشمه په سپینه مانۍ کې وویلي وو، دی به له ایران سره چې هر کله هغوی وغواړي له شرط او قید پرته وګوري.

د امریکا د خزاني وزیر سټیفن منوچین د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې ولسمشر دا په ډاګه کړې چې له کوم شرط پرته ملاقات ولري.

ایران ویلي، پر ایران د تحریمونو د لرې کولو په صورت کې حاضر دی چې له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

د امریکا ولسمشر تېر کال د ایران له اټمي هوکړه لیکه ووت او واشنګټن پر تهران خپل تحریمونه بیا پیل کړل.

ایران ویلي، پر ایران د تحریمونو د لرې کولو په صورت کې حاضر دی چې له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

د امریکا ولسمشر تېر کال د ایران له اتومي هوکړه لایک ووتو او واشنګټن پر تهران خپل تحریمونه بیا پیل کړل.