پاکستان په دغه هېواد کې د افغان سفارت شارژدافير احضار کړ

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافير د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د سپټمبر په څوارلسمه په یوه بیان کې وویل چې د پاکستان پر پوځیانو چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله یې د اغزن سیم د لګولو کار کاوه، ډزې شوي او دوی یې په شدت غندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان شارژدافیر ته یې خپل سخت اعتراض وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې ډزو کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او یو سخت زخمي شوی دی.

پاکستاني لوري ویلي چې د افغانستان شارژدافير ته یې وریاده کړې چې د پولې پورې غاړې ته د امنیت ټینګول او د ترورېستي ډلو د فعالیت مخنیوی یې مسؤلیت دی.

د پاکستان پوځ پرون په یوه بیان کې وویل چې پر عسکرو یې په دیر کې ډزې شوې دي.

دا خبر اسوشېټېډ پرېس خپور کړی دی.

د افغانستان حکومت پر دې پېښه تبصره نه ده کړې

کابل تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ چې د پاکستان پوځيان د افغانستان پر ختیځو ولایتونو مکرراً راکټي حملې کوي.

په ملګروملتونوکې د افغانستان سفیرې دا منیت شورا ته په استولي لیک کې لیکلي وو چې د پاکستان له لوري د اګست په نولسمه او شلمه یوازې پر شلتن ولسوالۍ دوه سوه راکټ ویشتل شوي دي.