جو بایډن: افغانستان وېشل شوی او نه جوړېدونکی هېواد دی

جو بایډن ویلي چې د افغانستان د ختېځ درې ولایتونه د حقاني شبکې په وسیله د پاکستان له لوري کنټرولیږي.

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن ویلي، افغانستان په درېیو برخو وېشل شوی او نه جوړېدونکی هېواد دی.

ښاغلي بایډن چې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډموکرات ګوند له ادرسه د نوماندېدو لپاره پر کمپاین بوخت دی، دا څرګندونې د یوې ټاکنیزې مناظرې پرمهال کړي دي.

هغه ویلي چې امریکا باید له افغانستانه خپل سرتېري وباسي.

د افغانستان حکومت د ښاغلي بایډن خبرو ته په غبرګون کې وايي چې افغانستان یو واحد او نه تجزیه کېدونکی هېواد دی.

د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر ویلي چې د افغانستان د ختیځ درې ولایتونه د حقاني شبکې په وسیله د پاکستان له لوري کنټرولېږي.

ښاغلي بایډن د پنجشنبې په شپه (سپټمبر ۱۲مه) وویل، افغانستان ته یې په کراتو سفرونه کړي او تر کومه ځایه چې دی معلومات لري، امریکا نشي کولی چې افغانستان په یوه واحد هېواد بدل کړي.

هغه وویل، امریکايي ځواکونه باید له افغانستانه بهر شي او پاکستان باید دغو ځواکونو ته په خپله خاوره کې اډې ورکړي، ترڅو له هغه ځایه د "تروریستانو" پر وړاندې عملیات وکړي.

د افغانستان حکومت د ښاغلي بایډن څرګندونې ناسمې بولي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیقي صدیقي وایي، د افغانستان هېڅ برخه د نورو هېوادونو لخوا نه کنټرولېږي.

هغه وویل: "افغانستان یو واحد هېواد او یو واحد حکومت دی او سیاسي خپلواکې لري. زمونږ د هېواد هېڅ برخه د پاکستان تر کنټرول لاندې نه ده. ښاغلی بایډن باید دا وضاحت ولري چې افغانستان هېڅکله په څو هېوادونو نشي وېشل کېدای."

ښاغلي صدیقي وویل، ښاغلی بایډن باید دا وضاحت ولري چې افغانستان هېڅکله په څو هېوادونو نشي وېشل کېدای

د ښاغلي صدیقي په وینا افغانستان له نړیوال تروریزم څخه زیانمن هېواد دی او دده په وینا "د ترهګرۍ فکري او تمویلوونکې ریښې په پاکستان کې دي." پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

د افغانستان د ملي شورا غړی عرفان الله عرفان وایي، د ښاغلي بایډن څرګندونې افغانستان ته د امریکايي چارواکو نه ژمنتیا ښيي.

ښاغلي عرفان وویل:" دا ډول څرګندونې د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله ده او دا په یو ډول د افغانستان د تجزیې موضوع ښکاره کوي."

ښاغلي بایډن په تېرو کلونو کې ورته څرګندونې د عراق په اړه هم کړې وې.

هغه مهال چې نوموړي د امریکا د سناتور په توګه دنده ترسره کوله، په درېیو ایالتونو د عراق وېشل کېدو او فدرالي کېدو طرحه وړاندې کړې وه چې په عراق او سیمه کې له جدي غبرګون سره مخامخ شوه.