ملګري ملتونه: نشه يي مواد او جرمي اقتصاد د افغانستان ثبات او امنیت تهديدوي

ملګري ملتونه په افغانستان کې د نشه يي موادو کښت، توليد او قاچاق د دې هېواد د امنيت او قتصادي پياوړتیا په لاره کې لوی خنډ بولي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه، د نشه يي موادو کښت، تولید او قاچاق د جګړې د دوام او اقتصادي ودې د کمزورتیا لاملونه وبلل شول.

د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي موادو موادو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) رئیس یوري فیدیدوف چې د ویډیويي کنفرانس له لارې یې د غونډې ګډونوالو ته خبرې کولې، وویل: که څه هم افغان ځواکونو هڅه کوي چې بهر ته د سلګونو ټنه نشه يي موادو د قاچاق او افغانستان ته د کېمیاوي موادو د راتلو مخه ونیسي، خو ترهګرې ډلې له دې لارې سلګونو میلیونه ډالر تر لاسه کوي او بيا د دې پیسو په مټ جګړه کوي.

ده وویل: نشه يي مواد، جرمي اقتصاد او د پیسو سپینول د افغانستان امنیت او ثبات تهدیدوي، دې جرمونو د افغانستان پر اقتصادي وضعیت باندې اغېز کړی او د کارموندنې، خصوصي سکټور د ودې او عوایدو د ډېروالي مخه یې نیولې ده، د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې کوکنار کرل کېږي او ترهګري ډلې له دې لارې څخه په کال کې سلګونه میليونه ډالر پيدا کوي.

که څه هم افغان دولت او نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت سږنی راپور نه دی اعلان کړی، خو د دې ادارې عمومي رئیس امنیت شورا ته وویل، د دوی لومړنۍ څېړنې ښیي چې په (۲۰۱۹) میلادي کال کې د نشه يي موادو کښت را کم شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادلې راز د امنیت شورا غونډې ته وویل، که څه هم دوی د نشه يي موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره د خپل هېواد سرحدونه کنټرولوي، خو له نشه يي موادو سره د موثرې او ګټورې مبارزې لپاره ګډه نړيواله همکاري ضروري ده.

دې وویل: افغان حکومت د ترهګرو ډلو د نظامي فعالیتونو د کمزوري کولو لپاره له نشه يي موادو څخه د دوی مالي سرچينې وچوي، دغه ډول افغان ځواکونه د نشه يي موادو د نیولو ترڅنګ د نشه يي موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره په هوايي ډګرونو او سرحدي سیمو کې جدي کار کوي، خو نړیواله ټولنه باید د نشه يي موادو موضوع ته جدي پام وکړي، د نشه يي موادو غوښتنه را کمه او بايد له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره يوه سیمه ییزه ستراتيژي جوړه کړي.

د فراه ولایت پخوانی والي او سیاسي کارپوه محمد عمر شیرزاد د سیمې هېوادونه له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې په بېغورۍ تورنوي.

دی وايي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د کېمیاوي موادو د قاچاق او نړیوالو بازارونو ته د نشه يي موادو د رسولو لاره ده.

دی وایي: د نشه يي موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخو کې ګاونډیو هېوادونو خپل مسؤلیتونه په سمه توګه نه دي ادا کړی، افغانستان سمندر ته لاره نه لري او نشه يي مواد د همدې هېوادونو له لارې بهر ته قاچاق کېږي.

دغه ډول کېمیاوي مواد او نور وسائل چې د نشه يي موادو په کښت، تولید او قاچاق کې کارېږي، د همدې هېوادونو له لارې افغانستان ته راوړل کېږي.

د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې مشر د امنیت شورا له غړو سره ژمنه وکړه چې د یوې سیمه ییزي ستراتېژۍ په چوکاټ کې به له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو ترمنځ همغږي ډېره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېیو کالو کې په افغانستان او پاکستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې د سیمه ییزي ستراتېژۍ د جوړولو دوه غونډې جوړې شوې، خو تر اوسه پورې يې کومه سیمه ییزه ستراتېژي نه ده جوړه کړې.

راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

غږیز راپور