اشرف غني: په تېره یوه اوونۍ کې نېږدې دوه زره طالبان وژل شوي

افغان ولسمشر او ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید محمد اشرف غني

افغان ولسمشر او ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید محمد اشرف غني وايي، په تېره اوونۍ کې کابو دوه زره طالبان د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامی افغانستان د جمعې په ورځ د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیمه خپل ملاتړ اعلان کړ.

عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامی افغانستان د جمعې په ورځ د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیمه خپل ملاتړ اعلان

ښاغلي غني چې په دې مناسبت یې د لویې جرګې په تالار کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې په تېره اوونۍ کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

ده وویل، تېره اوونۍ کابو دوه زره طالبان د افغانستان له دفاعي اوامنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

دی وایي: له وژنو او وینو خوښ نه یم، خو نن درسره یوه شمېره شریکوم چې د طالبانو مسؤلین پوه شي، په تېره اوونۍ کې څه باندې زر طالبان وژل شوي چې ډېر شمېر یې دوه زرو ته رسېږي، د دوی د وژلو مسؤلیت د طالبانو د سیاسي ډلې پرغاړه دی، موږ د تېر کال د اختر په شان اوربند غوښت، که اوربند یې منلی وای، دغه وژل شوي طالبان به په دې حالت کې نه وو.

ښاغلی غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو له حملې وروسته چې د یوه امریکايي په ګډون پکې ۱۲ تنه ووژل شول، له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل.

د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په خپل هېواد کې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د یادولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، امریکايي ځواکونو په تېرو څلورو ورځو کې په افغانستان کې دښمن ته داسې کلک ګوزارونه ورکړي چې بیلګې یې په تېرو لسو کلونو کې نه لیدل کېږي او دغه حملې به جاري وي.

د سپټمبر د یوولسمې په پېښه کې څه باندې درې زره امریکایان وژل شوي وو.

خو د ملکي تلفاتو مخنیوی د ښاغلي غني د خبرو نور ټکي وو چې د جمعې په ورځ یې په کابل کې په کمپایني غونډه کې مطرح کړل.

ده وویل، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی یې په ننګرهار ولایت کې د ملکي تلفاتو له امله له دندې لېرې کړی دی.

دی زیاتوي:

"د ملکي کسانو تلفات تاسې ولیدل چې ما د ملي امنیت عمومي رئیس (معصوم ستانکزی) په دې خاطر چې ملکي تلفات رامنځته شول، په دوو دقیقو کې له دندې لېرې کړ، ځکه ورته مې ویلي وو چې که د ملي امنیت د قطعاتو له خوا ملکي تلفات رامنځته شي، زما لار به بېله شي، خو وینئ چې هره ورځ د ملکي تلفاتو عامل څوک دی؟

د ملي امنیت پخوانی عمومي رئیس معصوم ستانکزی

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي غني مخکې له دې په یوې ناسته کې ویلی وو چې د ملي امنیت د عمومي رئیس استعفا منظوره کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی مرستیال او د امنیتي چارو پوه مرزا محمد یارمند وايي، د ولسمشر له تازه څرګندونو ښکاري چې ستانکزي د فشار له امله له دندې استعفا ورکړې ده.

ده وویل: یوه مسئله ده چې یو کس په داوطلبانه توګه مخکې له مخکې استعفا ورکوي او بیا یې په یوه کنفرانس کې اعلانوي، کله چې جمهور رئیس وايي چې ما له دندې لېرې کړ، په دې معنی ده چې استعفا منتفي ده.

معصوم ستانکزي په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ملي امینت د عمومي نوي سرپرست رئيس د معرفي کېدو په ورځ حاضر و.