د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس یوې کمېټې زلمی خلیلزاد احضار کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د دغه هېواد استازو جرګې احضار کړی.

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس یوې کمېټې زلمی خلیلزاد احضار کړی او غواړي پوښتنې ترې وکړي.

د کانګرس دغه استماعیه غونډه د سپټمبر نولسمې راتلونکې پنجشنبې ته پلان شوې ده.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې رئیس ایلیوټ اینګل پرون وویل، د ټرمپ ادارې له دې چې خلیلزاد یې د خپلو فعالیتونو په اړه د خلکو استازو ته د جزیاتو له ورکولو لېرې ساتلی، ستړي شوي یوو.

هغه د ټرمپ اداره ملامته کړه چې عام امریکایان یې هم د سولې د پروسې په اړه بې خبره ساتلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

خلیلزاد همدا سپټمبر په لومړیو ورځو او د فبرورۍ او اپرېل میاشتو کې هم کانګرس ته ورغوښتل شوی، خو کانګرس ته د خلیلزاد د ورتلو غوښتنې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا رد شوې وې.

د افغان سولې او ثبات لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد داسې وخت کانګرس ته احضار شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شنبه له طالبانو سره د امریکا خبرې پای ته رسېدلې اعلان کړې.

هغه له طالب مشرانو سره د مریلیند ایالت په کمپ ډېوېډ کې خپله لیدنه هم لغوه کړه.

د امریکا د متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس پرون په اوونیزه غونډه کې خبریالانو ته غږېده او د افغانستان په اړه یې هم ځینې پوښتنې ځواب کړې چې یوه یې د خلیلزاد په اړه وه او دا چې له دې وروسته څه کېږي؟ وویل: سفیر خلیلزاد همدلته په واشنګتن کې دی او همدا [خبره] هغه پوښتنه ځوابوي چې هغه چېرته دی؟ زموږ په باور که شاته وګورو او ووینو، هغه څه چې په شااوخوا نهو میاشتو یا نږدې یوه کال کې وشول، موږ یې په اړه له دې سټيجه غږېدلي یوو، مهمه دا ده چې وګورو ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلو ټاکنیزو مبارزو پر مهال ټینګار کړی چې هدف یې په افغانستان کې سولې ته رسېدل او له هغه ځایه کور ته زموږ د سرتېرو راوستل دي، دا هدف لا هم پر ځای پاتې، ولسمشر په دې اړه له بهرنیو چارو وزیر څخه کار غوښتی او د بهرنیو چارو وزیر هم غواړي چې د ولسمشر د هدف لپاره خدمت وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هم تأیید کړه چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د فرمان له مخې له طالبانو سره خبرې پای ته رسېدلې دي.

اغلي مورګان اورتاګس دا ټینګار هم وکړ چې امریکا به په افغانستان کې له افغان حکومت، ښځو، مدني ټولنې او د افغانستان له ټولو خواو سره خپل کار پر مخ وړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتاګس

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو سیاسي مشرانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې له شااوخوا نهو میاشتو راهیسې نهه دورې خبرې وکړې چې په هر وار یې د ښو پرمختګونو یادونې هم کړې وې.

د وروستي دور خبرو په پای کې د امریکا مرکچي پلاوي او طالبانو هوکړه لیک هم جوړ کړ، خو ولسمشر ټرمپ نه یوازې ونه مانه، بلکې له طالبانو سره پاتې خبرې یې هم لغوه کړې.

ټرمپ له طالبانو سره د خبرو د پای ته رسولو د اعلان په ټوېټ کې د طالبانو له خوا په کابل کې د سپټمبر پنځمې هغه برید ته اشاره کړې وه چې پکې یو امریکايي پوځي، یو رومانیايي عسکر او لس عام افغانان وژل شوي وو.

د ټرمپ په وینا، وروسته له هغې چې طالبانو په کابل کې د پنجشنبې ورځې د برید مسؤلیت واخیست، له دغې ډلې سره‎یې لیدنه لغوه کړه.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ ویلي دي، که طالبان په یوه حساس وخت کې اوربند ته غاړه نه‎ږدي او په بدل کې یې ۱۲ کسان وژني، هغوی په هر صورت کې دغه وړتیا نه‎لري چې د یوې هوکړې لپاره هر اړخیزې خبرې اترې مخ ته یوسي.

د امریکا ولسمشر د سپټمبر د یولسمې نېټې د ترهګریزو بریدونو د یادښت په مراسمو کې اعلان وکړ چې د طالبانو په وړاندې د امریکايي پوځیانو عملیات دومره شدید شوي چې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا د خبرو د لغوه کېدو په غبرګون کې ویلي چې د دوی جنګیالي به لا خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

مجاهد بیا په خپله ټویټرپاڼه له الجزیرې سره د طالبانو د سیاسي ویاند سهیل شاهین یوه تازه مرکه هم شریکه کړې چېرته چې هغه د امریکا د ولسمشر له خوا د خبرو په لغوه کولو حیرانتیا ښودلې، ځکه د شاهین په خبره چې له امریکايي مرکچي پلاوي سره د سولې تړون لا وختي بشپړ شوی و.