د هند حکومت وايي چې د افغانستان پرمختګونه له نږدې څاري

هند وايي، د افغانستان پرمختګونه له نږدې څاري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی راویش کومار پرون پنجشنبه وویل، دوی د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په شمول د افغانستان تحولات له نږدې څاري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا خبره وروسته له دې وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې پای ته رسېدلې اعلان کړې.

راویش کومار یوې خبري غونډې ته وویل، هند باور لري چې د افغانستان د قانوني حکومت په ګډون د افغان ټولنې ټولې برخې باید د سولې په پروسه کې شاملې وي.

ده زیاته کړه، ډاډه دی چې د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري د سولې د پروسې په اړه هره پرېکړه به هغه اندېښنې په پام کې ونیسي چې په دې برخه کې شته.