د کابل – پلخمري او پلخمري – مزارشریف لویې لارې بېرته پرانیستل شوې

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د کابل – پلخمري او پلخمري – مزارشریف لویې لارې یې بېرته پرانیستي دي.

د پلخمري- کابل او پلخمري- مزارشریف لویې لارې له ۱۱ ورځو وروسته پرون پرانیستل شوې.

دا لویې لارې د افغانستان د شمال له ۸ ولایتونو لکه بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو سره پلازمېنه کابل نښلوي.

افغان امنیتي ځواکونو پرون پنجشنبه ماسپښین د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دغو لارو له اوږدو د دولت وسله وال مخالفان په شا وتمبول.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویندوی احمد جاوېد بشارت تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: دا عملیات مو د کیله ګي او دوشي ترمنځ له دواړو خواوو؛ هم د دوشي له خوا او هم د پلخمري له لوري وکړل، د کابل – پلخمري او پلخمري مزارشریف دوه لویې لارې مو د ټرافیکو پرمخ پرانیستې، پوستې جوړېږي او مسافر تلی راتلی شي.

ښاغلي بشارت همداراز وویل چې د پوځي عملیاتو په لړ کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان د پلخمري- مزارشریف د لویې لارې په اوږدو کې وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په بغلان کې د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د پلخمري- کابل او پلخمري - مزارشریف لویې لارې یوولس ورځې وړاندې پر پلخمري ښار د طالبانو له حملو وروسته بندې شوې.

Your browser doesn’t support HTML5

شهر پلخمری پس از حمله طالبان

مسافرو په دې خاطر چې د دغو لارو په دوو خواوو کې بند پاتې شوي وو، ډېر شکایت درلود.

یوه یې د لارې تر پرانيستل کېدو مخکې ازادي راډیو ته وویل: څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې له کندزه کابل ته راغلی یم، دلته بند یم.

یو بل تن وایي: زه لارې ته انتظار یم، کابل ته روان وم، خو ډېرې ورځې کېږي چې لاره بنده ده، له امنیتي ځواکونو غواړم چې دا لار ژر پرانیزي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ مسؤلان وايي، له دې ایسته به د پلخمري – کندز د لویې لارې په اوږدو کې د امنیتي ګواښونو د ختمولو لپاره اقدامات پیل کړي.

د افغانستان په یو شمېر نورو لویو او وړو لارو کې هم د دولت وسله والو مخالفانو ستونزې جوړې کړي دي.

د کندهار- ارزګان، کندهار- غزني او پکتیکا غزني په لارو کې خلک پر له پسې له ناامنۍ شکایت کوي.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري په یادو لارو کې امنیتي ستونزې تأییدوي، خو وايي: له بده مرغه د پکتیکا غزني ۵ کیلومتره پوخ سړک د دښمن له لوري ویجاړ شوی او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې په دې لاره تګ راتګ ونه کړي، وسله والو مخالفانو پر دې لاره ۳ ځلې پر عامو خلکو حملې کړي، اوس په دې لار یوازې امنیتي ځواکونه تګ راتګ کولی شي، له یوې سیمې پرته په لاره کې پوسته نه لرو.

د لارو د بندېدو له کبله د خلکو کړاونه او اقتصادي ستونزې ډېرېږي.

خلک له حکومته غواړي چې په جدي اقداماتو د لویو لارو امنیت خوندي کړي.