محمد اشرف غني: د موقت حکومت پلویان به د موقت حکومت خوب ګور ته یوسي

د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم مشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر وايي، د موقت حکومت پلویان به د موقت حکومت خوب ګور ته یوسي.

دولت جوړوونکی انتخاباتي ټیم ټینګار کوي چې په افغانستان کې د موقت حکومت پلویان پاتې راغلل او دغه هېواد د انتخاباتو او د جمهوریت د پیاوړتیا په لور روان دی.

د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم مشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د احمدزیو د قوم په یوې غونډه کې چې د لویې جرګې په خېمه کې جوړه او خپل ملاتړ يې له دغه ټیمه اعلان کړ، وویل چې انتخابات د ځواک رسېدو ته یوازنۍ لاره ده.

ښاغلي غني په دغه غونډه کې د احمدزیو د قوم زرګونو قومي مشرانو، ځوانانو او مخورو په کې کډون کړی و، وویل: چا چې په افغانستان کې یې د موقت حکومت خوبونه لیدل، دغه هیله به ګور ته یوسي.

ده زیاته کړه: د موقت حکومت هیله به ګور ته یوسي، دا هېواد نظام لري، سوله غواړي، خو انتخابات ېې شرط دی چې صلاحیت راته تفویض کړي، ایا بیا غواړئ چې مذاکراتو ته۲۵۰ کسان لاړ شي؟ نه پوهېږم مذاکراتو ته تلل که د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره؟

د ښاغلي غني په خبره، د انتخاباتو او د ده د ټیم د بریالیتوب وروسته به په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې لپار ه مشورې پیل کړي.

مخکې له دې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د نهو دورو خبرو په جریان کې ځینو سیاسیونو او د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدانو د انتخاباتو په پرتله له طالبانو سره سولې ته لومړیتوب ورکاوه او په دې موضوع یې ټینګار درلود.

ان تر دې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون يو شمېر یې ویلي وو چې که په افغانستان کې سوله ټینګه شي، د موقت حکومت له جوړولو سره ستونزه نه لري.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د امریکا د ولسمشر له خوا د سولې د خبرو له لغوه کولو وروسته وویل چې په افغانستان کې د سولې چانس له لاسه ووت.

خو د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح بیا وايي چې دغه سوله جعلي وه.

د دولت جوړوونکي ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح

ده ویلي: زه په ویاړ سره ویلی شم چې موږ په لومړي ځل په جنګ کې د بریا ترڅنګ په مذاکراتو کې هم بریالي کېږو او دا د ښاغلي غني له برکته وو، خلکو ته دا روښانه شوه چې موږ د سولې مانع نه یوو، بلکې موږ نه غوښتل او نه غواړو چې د افغانستان د خرڅولو په بدل کې جعلي سولې ته ورسېږو.

په دغه راټولېدنه کې د دولت جوړوونکي ټیم په ملاتړ د احمدزیو قومي مشرانو وویل چې دوی هم د ټاکنو د ترسره کېدو او جمهوري نظام د ساتنې پلوي دي.

خو دوی ټینګار وکړ چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاړتیا او د ټولینز عدالت د پلي کېدو لپاره جدي هڅې وشي.