نن د سپين غر بازان او طوفان هریرود لوبډلې د فوټپال نیمه پایلوبه کوي

ارشیف

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه نن ماښام د سپين غر بازانو او توفان هریرود لوبډلو ترمنځ وشي.

د سپین غر بازانو لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې د عقابان هندوکش لوبډلې ته ۲ د صفر په پایلې سره په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه.

د دې سیالیو بله نیمه پایلوبه د شاهین اسمايي او سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ده چې سبا جمعه ماښام به په شپږو بجو وشي.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اته لوبډلې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې وې چې په الف ګروپ کې توفان هریرود، موج های امو، د میوند اتلان او سمیرغ البرز لوبډلې او په ب ګروپ کې بیا د سپین غر بازان، شاهین اسمايي، عقابان هندوکش او د اباسین څپې لوبډلې شاملې وې.