په ارزګان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۸ ته ورسېد

ارشیف

د ارزګان روغتیايي چارواکي وايي، د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوه چې په دې سره په ارزګان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر اتو ته ورسېد.

یاد چارواکي زیاتوي چې دغه ټولې پېښې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ثبت شوي چې لامل یې د وسله والو طالبانو له لوري د پولیو د واکسین مخینوی دی.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور