دفاع وزارت: د بدخشان عملیات به تر بشپړې تصفیې روان وي

د بدخشان مرکز

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بدخشان ولایت کې به تصوفیوي عملیات تر هغو دوام وکړي تر کومه چې دغه ولایت ټول له طالبانو څخه تصفیه شوی نه وي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېره شپه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې درې اوونۍ مخکې پیل شوي، تر اوسه پورې درې ولسوالۍ د طالبانو له شتونه تصفیه شوې دي.

ده وویل: کران او منجان، وردوج او یمګان مو له طالبانو نیولي، د دې تر څنګ مو په لسګونه سیمې هم د طالبانو له شتونه پاکې کړي، په دې ترڅ کې طالبانو ته ډېر تلفات هم اوښتي، د کلیدي او مهمو کسانو په شمول یې دوه سوه کسان وژل شوي دي.

ښاغلی امان په بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په پوځي عملیاتو کې د افغان ځواکونو د پرمختګ خبره کوي.

د نوموړي په خبره، طالبانو د بدخشان د عملیاتو د ناکامولو په هدف د تخار پر یو شمېر ولسوالیو حملې وکړې، خو په خپل دغه پلان کې پاتې راغلل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.