ټرمپ: امریکا به د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو قربانیان هېر نه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او مېرمن یې

د امریکا ولسمشر پر دغه هېواد د سپټمبر د یولسمې نېټې د ترهګریزو بریدونو د اتلسمې کلیزې په مناسبت وویل چې امریکا د دغو بریدونو قربانیان کله هم نه هېروي.

په نیویارک، واشنګټن ته نېږدې او پینسلوانیا کې د مسافر وړونکو الوتکو په وسیله دغو انتحاري بریدونو کې شااوخوا درې زره کسان ووژل شول.

ډونالذ ټرمپ تېره ورځ د امریکا په دفاع وزارت کې په خپله وینا کې د سپټمبر یولسمه د امریکا په تاریخ کې یوه توره او دردوونکې ورځ یاده کړه.

نوموړي د قربانیانو کورنیو ته په خطاب کې وویل: مونږ دلته راغلي یوو او پوهېږو چې کوم درد چې تاسې ته د هغې تورې او له مصیبته ډکې ورځې څخه رسېدلی، نه شو لېرې کولی، خو هر څه چې زمونږ په توان کې وي، مونږ یې تاسې ته وړاندې کوو، وفاداري، دایمي صمیمیت او همېشنۍ ژمنه، ستاسې عزیزان به کله هم هېر نشي.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې نېتې د بریدونو په غبرګون په افغانستان حمله وکړه چې د طالبانو رژیم کوم چې د دغو حملو طرحه کوونکي اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه له منځه یوسي چې د دغه هېواد تر ټوله اوږده بهرنۍ جګړه تر اوسه هم روانه ده.