پامپیو: ایران د اټمي انرژۍ نړیوال اژانس سره همکاري نه‌کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، دوی به اټمي وسلې ته رسېدو ټولې لارې پر تهران وتړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران تور پورې کړی چې د اټمي انرژۍ له نړیوال اژانس سره په بشپړه توګه همکاري نه‌کوي او دغه چلند د دغه هېواد د نااعلان شویو اټمي موادو او فعالیتونو په اړه پوښتنې راوړلاړوي.

پامپیو د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۰مه) پر خپل ټویټر لیکلي، "د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران نه‌همکاري د دغه هېواد د هغو درواغو له ډلې دي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې ویلي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، نړۍ به د ایران په دې کار تېر نه‌وځي او دوی به اټمي وسلې ته د رسېدو ټولې لارې پر تهران وتړي.

پامپیو په داسې حال کې په دې اړه خبرې کوي چې واشنګټن غواړي نور هېوادونه هم وهڅوي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درشل کې چې د سپټمبر په ۱۷مه پیلېږي، پر ایران فشارونه زیات کړي.

وروسته له هغه چې امریکا د ایران د اټمي پروګرام په اړه د نړۍ د شپږو قدرتونو له تړون نه بهر شو او پر دغه هېواد یې بېرته بندیزونه ولګول، د تهران او واشنګټن د اړیکو ترینګلتیا بیا پیل شوه.

ایران په وروستي اقدام کې اعلان وکړ چې له پرمختللو سانټرفیوژونو څخه به کار اخیستل پیل کړي، هغه څه چې د ۲۰۱۵ کال د تړون له مخې ترې منع شوی و.

وړمه ورځ چینايي چارواکو وویل، د ایران اټمي پروګرام په تړاو د راټوکېدلو لانجو اصلي لامل پر دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتو د فشارونو زیاتوالی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت له واشنګټن څخه وغوښتل چې پر تهران له فشارونو ډېرولو لاس واخلي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۰مه) په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرو کې د واشنګټن دا خبره تکرار کړه چې ولسمشر ټرمپ چمتو دی له کوم وړاندې شرط پرته، د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري.

په دې ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم و او هغه هم تأیید کړه چې د سپټمبر په ۲۳مه نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ترڅنګ د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر روحاني ترمنځ لیدنه ممکنه ده.

خو ښاغلي روحاني وړاندې ویلي، ترڅو چې پر ایران بندیزونه نه‌وي لیرې شوي، امریکايي لوري سره به لیدنه ونه‌شي.

د ولسمشر ټرمپ د ادارې دوو وزیرانو په داسې حال کې دا خبرې کړي چې په همدې ورځ ښاغلي ټرمپ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولتون له دندې لیرې کړ.

د ایران د ولسمشر یوه سلاکار حسام‌الدین اشنا پر خپل ټویټر لیکلي، له دندې د بولتون لیرې کول دا څرګندوي چې امریکا درک کړې پر ایران د فشار راوستلو سیاست اغېزناک نه‌دی.