د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د اوکراین او ایران په اړه خبرې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ او د ایران د اټمي لانجې د هواري پرلارو چارو خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ له خپل فرانسوي سیال ایمانوئل مکرون سره د اوکراین په ختیځ کې پر وسله وال کړکېچ او د ایران پر اټمي پروګرام خبرې کړي دي.

دا خبر د کرملین ویبپاڼې خپور کړی دی.

دا دواړه ولسمشران په مسکو کې د روسیې او فرانسې د د دفاع د وزیرانو له لیدنې یوه ورځ مخکې خپلو کې په ټیليفون غږېدلي دي.

تاس خبري اژانس وايي، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیران به د ایران په شمول په فارس خلیج کې په وروستیو پرمختګونو، د اوکراین په وضعیت او د مرکزي افریقا د جمهوریت په اړه خپلو کې بحثونه وکړي.

د فرانسې د دفاع وزیرې فلورانس پارلي له دې لیدنې مخکې د ټاس خبري اژانس ته ویلي، په بېلا بېلو مسئلو به صادقانه خبري وشي.

نوموړې ویلي، ډیرې جیوستراتیژیکې ننګونې شته چې فرانسه او روسیه په کې شریکې ګټې لري.

مکرون او پوتین دغه راز یوه ورځ وروسته له هغې په خپلو کې خبرې کوي چې روسیې او اوکراین هر یوه په خپلو کې ۳۵ ، ۳۵ بندیان تبادله کړل.