د کندز د قلعه زال ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونيوله

د کندز ښار

د کندز د سیمه ییزو چارواکو په وینا چې له یوې اوونۍ راهیسې وسله والو طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ پر مرکز خپل برېدونه پیل کړي وو او په پایله کې یې نوموړې ولسوالۍ د یکشنبې په ورځ ماښام ۷ بجې سقوط کړی و، خو د کومکي ځواکونو په ورسېدو سره له ۶ ساعته سقوط وروسته د ولسوالۍ اداره بېرته افغان ځواکونو ونېوله.

د کندز د امنيې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: تېر ماښام ۷ بجې زموږ ځواکونه له ولسوالۍ څخه د دښت لوري ته وتلي وو، کله چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه راورسېدل، د شپې ۳ بجې دولتي ځواکونو د قلعه زال ولسوالۍ بېرته ونېوله او اوس مهال هلته تازه دمه ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د یادونې وړ ده چې له ۱۳۹۴ کال را په دېخوا دا څلورم ځل دی چې د قلعه زال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو او د افغان ځواکونو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

د کندز سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د قلعه زال ولسوالۍ د بېرته نېولو خبر ورکوي چې له دوو ورځو راهیسې د نوموړي ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ سقوط کړی او لاهم د وسله وال طالبان په واک کې ده.

تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلې.