په کابل ښار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي

په کابل ښار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې بمې چاودنه د کابل ښار د تایمني په پنځم سړک رامنځته شوې چې له امله يې درې تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

دی وايي چې بم وړاندې له وړاندې د سړک په غاړه ځای پر ځای شوی و چې په ولسي وګړو يې چاودنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د سنبلې اتلسمه د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د مړینې اتلسم تلین مراسم نمانځل کېږي.

ښاغلی فرامز وايي چې چاودنه د مسعود په پلویانو نه ده شوې، بلکې د سیمې په ولسي وګړو شوې ده.