چارواکي: د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ سقوط کړی

د کندز یو انځور

د کندوز امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د کندوز امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو تېره ورځ ناوخته له څو لورو پر دې ولسوالۍ حملې پیل کړې چې په نتیجه کې یې دې ولسوالۍ سقوط وکړ.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه د دې لپاره چې ملکیانو او دولتي پرسول ته مرګ ژوبله وانه وړي، له دې ولسوالۍ وتلي او د تخار د خواجه غار ولسوالۍ ته تللي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې وسله والو یې تېره شپه دا ولسوالۍ تر بشپړ کنټرول لاندې راوستې او پوځي تجهیزات او وسایل یې هم نیولي دي.