امریکا د کابل په شش درک سیمه کې د وژل شوي سرتېري هویت وښود

د امریکا دفاع وزارت د خپل هغه سرتېري هویت ښودلی چې په وروستۍ پېښه کې په افغانستان کې ووژل شو.

د یاد وزارت د جمعې د ورځې په اعلامیې کې د دغه سرتېري نوم الیس اې باریتو اورتیز ښودل شوی چې د پورتو ریکو دی.

دغه ۳۴ کلن سرتېری چې د شمالي کارولینا د فورت براګ پوځي مرکز غړی و، د پنجشنبې په ورځ د کابل په شش درک سیمه کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

په هغه برید کې یو رومانیایي سرتېری او لږترلږه ۱۰ افغان ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت وایي چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.

طالبانو د یاد برید مسؤلیت منلی دی.

دا برید داسې مهال وشو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې موافقې د لاسلیک په هدف ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا توافق به چېرې او څه وخت لاسلیک شي.