د شهید اوونۍ او د عاشورا د مراسمو د ورځو په تړاو د کورنیو چارو وزارت خبرداری!

افغان پولیس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، که د شهید اوونۍ او عاشورا په ورځو کې هر چا ولسي وګړو ته مزاحمت وکړ، جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

په کابل ښار کې د تېر کال په څېر یو وار بیا د شهید اوونۍ د نمانځې لپاره چمتووالی نیول شوی دی، د دې ښار په یو شمېر سیمو کې سر له اوسه د برهان الدین رباني د حکومت درې رنګه بیرغونه او د ښار په واټونو کې د احمدشاه مسعود عکسونه لیدل کېږي.

ارشیف

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د شهید اوونۍ د تېرو کلونو د نمانځنۍ پر مهال په دې ښار کې د هوايي ډزو او د خلکو د ځورولو شاهدان وو، خو دوی غوښتنه کوي چې سږ کال باید امنیتي ځواکونه دغې چارې ته پوره پاملرنه وکړي او پرې نږدي چې ځیني خلک د کابل ښاریانو عادي ژوند ګډوډ کړي.

محمد پناه چې د دغه ښار په بهارستان سیمه کې د احمدشاه مسعود انځورونه او بیرغونه پلوري، وایي چې تېره ورځ ځینو ځوانانو چې ظاهراً د احمدشاه مسعود پلویان ښکارېدل، هڅه يې وکړه چې دی وډبوي.

دی وایي: پرون یو شمېر ځوانانو چې پر بایسکلونو یې درې رنګه (تور، سپین او زرغون) بیرغونه تړلي وو، دا مخامخ سړک یې بند کړ، موږ چې غوښتل له دې کاره یې منعه کړو، شخړه یې راسره وکړه او چاقو یې راپسې راوویسته، ویل یې چې وهو دې، حتی دا سړک يې د امبولانسونو پرمخ وتاړه.

فیض محمد هم په همدې ځای کې ورته کاروبار کوي، دی د احمدشاه مسعود له پلویانو، د عاشورا د نمانځونکو او نورو خلکو غوښتنه کوي چې عامو خلکو ته دې ستونزې نه جوړوي.

ده وویل: زموږ غوښتنه دا ده چې دوی دې خلکو ته مزاحمت نه کوي، لارې دې نه بندوي، ځکه د افغانستان حالات نن سبا داسې دي چې هره ګړۍ په کې امبولانسونو ته اړتیا وي، نو که دوی داسې کارونه وکړي، ښايي هغه ناروغان چې په امبولانسونو کې وي، تر روغتونه نارسېدلي مړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې د محرم میاشتې د عاشورا او د شهید اوونۍ ورځې پیل شوي دي.

ټاکل شوې چې د سنبلې د میاشتې په اتلسمه د احمد شاه مسعود اتلسم تلین او همداشان به له دې یوه ورځ وروسته د سنبلې په نولسمه د محرم د لسمې یا عاشورا مراسم ونمانځل شي.

په تېرو کلونو کې د دغو ورځو د نمانځنې پر مهال ځیني خلک د کابل ښار کوڅو ته راوتل، هوايي ډزې يې کولې او د عامو خلکو عادي ژوند يې له خطر سره مخ کاوه.

په همدي حال کې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په خلکو غږ کوي چې په دې ورځو کې دې خلکو ته له ستونزو جوړولو لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړه: بې نظمي، د امنیت اختلال او د خلکو د ارامښت له منځه وړل د احمدشاه مسعود د ارمانونو او باور خلاف چاره ده او موږ ته د منلو نه وه او نه ده او نه به وي.

د کورنیو چارو وزارت هم ګواښ کړی چې هر هغه کس چې د شهید اوونۍ یا عاشورا مراسمو پر مهال عامه نظم خراب کړي، د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل: دا ځلې به هر څه متفاوت وي، موږ ټولو امنیتي برخو ته دنده ورکړې، هر هغه څوک چې د قانون خلاف کړنه ترسره کوي، عامه نظم اخلالوي، له هغوی سره به جدي قانوني چلند وشي، وبه نیول شي او د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د کابل ښار د ګارنیزیون عمومي قوماندانۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د شهید اوونۍ او د عاشورا له نمانځونکو غوښتنه کړې چې د وسلو له کارولو، همدا شان موټرو ته د ځانګړو رنګونو ورکولو او له دولتي موټرو استفاده ونه کړي او په ښار کې د ترافیکي نظم د ګډوډۍ لامل نه شي.

دا په داسي حال ده چې تېر کال د احمدشاه مسعود د اوولسم تلین د نماځنلو په ورځ د هوایي ډزو له امله دیارلس کسان ټپیان شول او په همدې ورځ د نمانځونکو پر کاروان یوه انتحاري حمله هم وشوه.