ولسوال: د کندز خان اباد ولسوالي د طالبان له خوا سقوط شوه

د کندز د ښار یو انځور

د کندز خان اباد ولسوالي د طالبان له خوا سقوط شوه.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري ازادي راډيو ته وویل چې د نن سهار په ۴بجو وسله والو طالبانو پر دې ولسوالۍ برید وکړ چې د کومکي ځواکونو په نه ورسېدو سقوط شوه.

ښاغلی امیري وایي طالبانو د خان اباد پر ولسوالۍ له چهارتوت، بندر شورآب، ملا غلام او د جنت باغ له خوا بریدونو کړي دي.

د ښاغلي امیري په خبره، نن د ورځې په ۱۱بجو او ۵۰ دقیقو د خان اباد د ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ودانۍ د طالبانو لاسته ورغلې.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې دغې ولسوالۍ ته تازه دمي سرتېري واستوي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا د خان اباد ولسوالۍ سقوط رد کړ.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.