سرچینه: طالبانو زلمي خلیل‌زاد ته د پنځو زرو طالب بندیانو نوملړ سپارلی

ازادي راډیو د ځینو زنداني طالب بندیانو رسېدلی لېست

یوه باخبره ډيپلوماتیکه سرچینه چې نه‌غواړي په دغه راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وايي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر زلمي خلیل‎زاد ته د پنځو زرو طالب بندیانو نوملړ سپارلی دی.

خو د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي مشر او پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم‎الدین بیا دا مني او وایي، په ټوله کې د ۱۰۵۰۰طالب بندیانو نوملړ ښاغلي خلیل‎زاد ته سپارل شوی چې پنځه زره سپین ږیري او ناروغ بندیان به‎یې په لومړۍ کټګورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته خوشې شي.

ښاغلي قلم‎الدین د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۴» له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاتوي، دغه لېستونه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په متن کې شامل دي.

دی وايي: "پر دې بحث شوی، لېستونه لومړی قطر او بیا زلمي خلیل‌زاد ته سپارل شوي، خو د حسن نظر او د سولې د تحقق لپاره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته له طالبانو سره هم چې کوم بندیان دي، هغه به هم خلاصېږي او د افغان دولت له لوري به هم په لومړي پړاو کې پنځه زره کسان خوشې کېږي."

په قطر کې له امریکا سره د طالبانو د مذاکره کوونکي ټيم غړي

په ورته وخت کې یوه امنیتي سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ځیني معلومات او لېستونه ورکړي چې ښيي په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر زلمي خلیل‎زاد ته د پنځو زرو طالب بندیانو نوملړ سپارلی دی.

دغې امنیتي سرچینې داسې غږیز پیغامونه هم ازادي راډیو ته ورکړي چې د طالبانو د زندانیانو د کمېسیون مشر او پخواني طالب چارواکي مولوي ترابي ته منسوب دي او ښاغلی قلم‌الدین هم تأییدوي چې دا د مولوي ترابي غږ دی.

ازادي راډیو د ځینو زنداني طالب بندیانو رسېدلی لېست

نوموړی په خپلو دغو پیغامونو کې طالب زندانیانو او د طالبانو ولایتي مسؤلینو ته لارښوونه کوي او وایي چې د افغان حکومت له دخالت پرته به دوی ژر تر ژره په څلورو کټګوریو کې خوشې شي.

ترابي زیاتوي: "دوه خبرې په نظر کې ونیسئ، هېڅ‌چا ته د ځان د خوشې کولو په مقابل کې پيسې مه‌ورکوئ، ځکه هېڅ ګټه درته نه‌کوي، بندیان که خوشې کېږي هغه یوازې د بندیانو د کمېسیون له لارې خلاصېږي، په دې کې د حکومت هېڅ ډول دخل نه‌شته، موږ خپله یو ځانګړی معیار لرو."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم شااوخوا ۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړای شول.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد د سولې د هوکړې د متن له نهایي کېدو او له طالبانو سره د نهم پړاو تر مذاکراتو وروسته تېره یکشنبه له قطر څخه کابل ته راغلی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

موږ په دې اړه د ښاغلي خلیل‎زاد له دفتر سره اړیکه وکړه، خو دوی له خبرو کولو ډډه وکړه.

د امریکا سفارت هم د ازادي راډیو د اېمېل په ځواب کې ویلي چې نه‌شي کولای د امریکايي او افغان چارواکو ترمنځ د روانو خصوصي خبرو په اړه نظر ورکړي.

له دې سره د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي وايي چې له امریکا سره د طالبانو له لوري د بندیانو خوشې کېدل غیر منطقي دی، ځکه دا صلاحیت یوازې د افغانستان دولت لري.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "د طالب بندیانو خوشې کېدل د افغان حکومت او عدلي او قضایي بنسټونو صلاحیت دی، دا چې طالب مشرانو له ښاغلي خلیل‎زاد غوښتنې کړې، زه فکر کوم چې غیر منطقي دی، ځکه په دې اړه یوازې عدلي او قضایي ارګانونه پرېکړه کوي."

ښاغلی صدیقي وایي، د زلمي خلیل‎زاد له لوري دغه لېستونه له ولسمشرۍ ماڼۍ سره نه‎دي شریک شوي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

همدارانګه ولسمشر غني هم له یوې عربي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې هېڅ بندي به د ده له لاسلیک پرته خوشې نه‎شي.

د یادونې ده چې د خوشې شویو طالب بندیانو په اړه یو شمېر خلکو غبرګونونه هم ښودلي او ځينو رسنیو راپورونه ورکړي چې د کابل پر ګرین ولېج کمپ د برید کوونکو له ډلې یو یې تازه خوشې شوی بندي طالب و.

تمه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیکېدو وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین‎الافغاني خبرې پیلېږي.