په بامیان کې د يو میليون ډالرو په ارزښت پروژې پرانیستل شوې

د بامیان ولایت یو انځور

په بامیان ولایت کې د يو میليون ډالرو په ارزښت يو شمېر پراختیايي پروژې پرانیستل شوې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په دغو پروژو کې د اوبو رسولو دوه کانالونه شامل دي چې لګښت یې جاپان ورکوي چې د خوړو د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کرنې د برخې په همکارۍ په جوړېږي.

درېیمه پروژه د سیند د غاړې د استنادي دیوالونو د جوړولو ده چې بودجه یې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي او د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا جوړېږي.

د دغه وزارت د اوبو د برخې مرستیال خان محمد تکل د دغې پروژې په اړه وايي: نن په بامیان ولایت کې درې پروژې پرانیزو، لومړۍ پروژه د شاه جوی د نیطاق کلي د اوبو رسونې کانال دی چې ټولیز لګښت یې ۳۲۷ زره امریکايي ډالره کېږي چې چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړېږي، د دغه کانال اوږدوالی ۹ کیلومتره دی چې ۱۲۰۰ سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي او ۳۰ هکتاره ځمکې به هم ورسره خړوبې شي.

د ښاغلي تکل په خبره، د اوبو رسونې د کانال دوهمه پروژه د راه قل ده چې بودجه یې ۱۷۳ زرو امریکايي ډالره کېږي چې د شپږو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي، دا شان درېیمه پروژه د نیطاق د استنادي دېوال د جوړولو ده چې بودجه یې څه باندې ۵۱ میليونه افغانۍ ده، د دغه استنادي دیوال اوږدوالی ۴۵۷۴ متره دی، له دغې پروژې څخه به ۲۴۰۰ کورنۍ ګټه واخلي.