مسؤلین: سږکال به د هلمند له باغونو ۲۴ زره مټریک ټنه انار ترلاسه شي

انار

د هلمند ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، سږ کال به د دغه ولایت له باغونو څخه ۲۴ زره مټریک ټنه انار ترلاسه شي.

د دغه ولایت د کرنې رئیس رفیع الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل، په پام کې ده چې ۱۷ ډوله هلمندي انار چې وزن یې ۳۰۰ مټریک ټنو ته رسېږي، يو شمېر اسیايي هېوادونو په ځانګړې توګه هند ته صادر شي.

ښاغلی قلم وايي، هند ته د صادرېدونکو انارو ارزښت میليونونو افغانیو ته رسېږي.

د هغه په خبره، په هلمند کې په ۱۱۵۰ هکتاره ځمکو کې د انارو باغونه دي چې له یو هکتار ځمکې څخه ۲۱ مټریک ټنه انار ترلاسه کېږي.