یو شمېر کابل ښاریانو د تېرې شپې د چاودنې سیمه کې مظاهره وکړه

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په قابل بای سیمه کې د لاریون پر مهال

د کابل یو شمېر خلکو نن د سپټمبر په درېیمه، سهار په قابل بای کې د ګرین ولېج یا زرغون کلي مخې ته مظاهره وکړه.

هغوی غوښتل چې بهرنۍ ادارې او بهرني اتباع له هغه ځایه بلې سیمې ته وایستل شي.

د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وایي چې امنیتي ځواکونو د مظاهره‌چیانو امنیت نیولی دی.

د کابل د پولیسو په وینا، پر زرغون کلي تر چاودنې وروسته پنځه وسله‌وال هم ووژل شوو چې په سیمه کې پټ شوي وو او د حملې پلان‌یې درلود.

پولیسو ویلي چې ۴۰۰ بهرني وګړي یې د پېښې له ځایه وژغورل او امن ځای ته‌یې ولېږدول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په سیمه کې یې د پاک کارۍ عملیات نن سهار په پنځو بجو پای ته رسېدلي دي.

دا د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل راهیسې ۱۸مه خونړۍ حمله ده چې په کابل کې کېږي.

په دې حملو کې ۱۹۳ کسان وژل شوي او ۸۹۷ تنه زخمیان شوي دي.