هشت صبح: امریکا باید د کابل حاکمیت تر پوښتنې لاندې رانه‌ولي

هشت صبح: "طالبان د یوه دولت او د افغانستان دولت د نامشروع حاکمیت په توګه اعلان شي."

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان د سولې او په کابل کې د تېرې شپې د چاودنې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره د لاسلیکېدونکې موافقې متن د افغانستان حکومتي مشرانو سره شریک کړی او دولت ملکف دی چې په ملي ګټو ولاړ دریځ ونیسي.

د لیکوال په اند، امریکا باید د کابل حاکمیت تر پوښتنې لاندې رانه‌ولي، د سولې متن داسې لاسلیک نه‌شي چې "طالبان د یوه دولت او د افغانستان دولت د نامشروع حاکمیت په توګه اعلان شي."

د سرمقالې په پای کې راغلي، د افغانستان قلمرو نه‌تجزیه کېدونکی دی او سوله باید د مشروع دولت د پیاوړتیا لامل شي او همدا شان هغه سند چې په یوه قلمرو کې دوه رسمي حاکمیتونه رامنځته کوي، د ورځپاڼې په باور تلپاتې جګړې ته لاره هواروي.

  • سرخط

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی "افغانان د انتقالي دورې زهر نه‌خوري".

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، له طالبانو سره د امریکا د هوکړې په متن کې ۱۸ میاشتې انتقالي دوره په پام کې نیول شوې چې پر مهال به‌یې د هېواد اوسنی اساسي قانون تعدیلېږي.

د لیکوال په باور د اوسني دموکراتیک نظام په شتون کې د انتقالي دورې جوړېدل په دې معنی ده چې ۱۸ کاله شاته ځو او یو ځل بیا د بن کنفرانس پرېکړې ته ورته، بله پرېکړه کوو.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی "د سولې هڅې او د طالبانو بریدونه".

ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې سوله ګرانه ده، یوازې په څو غونډو نه‌شي راتلی او لیدل کېږي چې له تېرو شااوخوا ۱۰ میاشتو راهیسې طالبان له امریکا سره په خبرو کې د سولې په اړه چنې وهي.

د سرمقاله لیکونکي په باور "یو شمېر کړۍ او د واک لېونیان" هڅه کوي چې د ورکې سولې په پلمه اوسنی نظام ړنګ او د دښمن په خوښه بل نظام جوړ کړي.

هېواد د سرمقالې په پای کې ویلي، د سولې د خبرو پر مهال د جګړې او بریدونو دریځ غندو او دا له اخلاقي، ملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې مسئله ده.

  • اصلاح

بلې دولتي ورځپاڼې اصلاح په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې د طالبانو د حملو زیاتوالی د سولې په مذاکراتو کې امتیاز اخیستل او د انتخاباتو سبوتاژ کول دي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شوې، که د جګړې د شدت پر ځای د تل‌پاتې سولې لپاره کار شوی وی، نو د سولې له روان بهیر سره به‌یې ډېره مرسته کړې وه.