نیویارک ټایمز: سولې او ټاکنو اشرف غني او امریکا یو د بل پروړاندې درولي

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکي چې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو، د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو بهیر له ابهام سره مخامخ کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، په ورته وخت کې چې له طالبانو سره په خبرو کې په لنډ وخت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو خبرې کېږي، ولسمشریزو انتخاباتو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده.

ورځپاڼه لیکي چې له یوې خوا وخت د دې دواړو پرضد په منډو دی او له بلې خوا دا دواړه د یو بل پر ضد حرکت کوي چې د ورځپاڼې په وینا دغو متضادو لومړیتوبونو ولسمشر محمد اشرف غني او امریکايي چارواکي د یو بل په مخالفت کې درولي او افغانستان یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د سیاسي ابهام له ترټولو جدي دوران سره مخامخ کړی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او ورسره پلاوی، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش له طالبانو سره موافقې ته د رسېدو لپاره جدي هڅې کوي چې دا به سملاسي بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

د دې خبرو هدف به د سیاسي پخلاینې د څرنګوالي ټاکل وي، خو طالبانو په ډاګه ویلي چې په داسې یوه چاپېریال کې ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کول د جګړې د دوام په معنا دی.

نیویارک ټایمز د مطلب په دوام د لویدیځو چارواکو له قوله لیکي چې دوی د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش له موافقې وروسته سملاسي د بین الافغاني خبرو پیل ته تیاری نیسي، خو ورځپاڼه د ولسمشر غني هغې وینا ته اشاره کوي چې ویلي یې دي، ولسمشریز انتخابات به نوي حکومت ته دنده وسپاري چې له یوه ځواکمن دریځ څخه له طالبانو سره خبرې وکړي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې د افغانستان د ولسمشر اندېښنې ژورې تاریخي ریښې لري، ځکه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په پایله کې نظام ړنګ شو او په دې هېواد کې ګډوډي راغله.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د پخواني سفیر راین کراکر په قلم لیکل شوی مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی: موږ د خپلو نږدې متحدانو له خوندي کولو پرته له افغانستانه نه شو وتلای.

ښاغلی کراکر لیکي، په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره یوې موافقې ته د رسېدو هڅه کوي او غواړي چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، یوه ځانګړې مسئله له پامه غورځول شوې او هغه دا چې زموږ له وتلو وروسته به پر هغو خلکو څه راځي چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځي ماموریت سره مرسته کړې ده.

د واشنګټن پوسټ مطلب زیاتوي، پر طالبانو دا اعتبار نشته چې د ملکي وګړو ژوند به خوندي کړي؛ هغه خلک خو لا پرېږده چې د امریکايي ځواکونو د ترجمانانو په توګه یې کار کړی او دوی له دې مخکې هم حملې پرې کړې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شمېر کمولو په هر راز پلان کې دا مسؤلیت لري چې دا کسان هم خوندي کړي. کراکر د مطلب په دوام لیکي چې له ویتنامه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهال تېروتنې باید تکرارې نشي.