سرور دانش: د سولې روانه پروسه پېچلې او بې نتیجې ده

د افغانستان د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټيم دوهم مرستيال محمد سرور دانش

د افغانستان د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټيم دوهم مرستيال محمد سرور دانش د سولې روانه پروسه پېچلې او بې نتیجې ګڼي.

ښاغلي دانش د یکشنبې په ورځ د یوې کمپایني غونډې پرمهال وویل چې روانې پروسې ته په کتو دوی ته انتخابات لومړیتوب لري.

دی وایي: د سولې پروسه پېچلې ده، دې پروسې ډېر وخت ونیوه او د نړیوالو له لوري له نهو میاشتو هڅو سره سره لاهم دوی کومې نهايي او روښانې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکرات پای ته رسېدلي.

ښاغلي دانش وویل چې د سولې روانې پېچلې پروسې ته په کتو دوی ته انتخابات لومړیتوب لري.

تر دې وړاندې بیا ۱۴ نوماندانو له ازادي راډیو سره په خبرو کي سولې ته لومړیتوب ورکړی دی.

خو د سیاسي چارو کارپوه سید داود ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر غني او د هغه ټاکنیز ټیم ځکه انتخاباتو ته لومړیتوب ورکوي چې د واک د دوام په هڅه کې دي.

دی زیاتوي: زما په اند ډاکتر غني غواړي چې راتلونکې اداره چې د قطر د توافقاتو په اساس رامنځته کېږي، نوموړی پکې کلیدي رول ولري، دوی په اسانه توګه نه پرېږدي، ځکه دوی په سولې انتخاباتو ته لومړیتوب ورکوي.

له دې ټولو سره هم ‌مهاله افغان حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې د جمهوري ریاست ټاکنې به د میزان په ۶مه ترسره کېږي.