د امریکا او طالبانو مرکچیان د نهايي موافقې په درشل کې دي

په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

د امریکا او طالبانو مرکچیان د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د نهايي موافقې په درشل کې دي.

د راپورونو له مخې، دواړو خواوو تېره شپه ناوخته خپلې خبرې پای ته ورسولې.

زلمي خلیلزاد د خبرو په پای کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: موږ د یوې داسې موافقې په درشل کې یوو چې تاوتریخوالی به کم کړي او افغانانو ته به لاره پرانیزي چې د یوې دوامدارې او ویاړمنې سولې لپاره خبرو ته کېني.

خلیلزاد دا هم ویلي چې له طالبانو سره د نهم یا وروستي پړاو خبرو په اړه د سلامشورو لپاره به نن یکشنبه کابل ته راشي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین هم په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د مذاکراتو نهم دور یې د شپې ناوخته په کامیابۍ پای ته رسولی دی.

ده ویلي چې نن ماسپښین به دواړه خواوې تخنیکي خبرې هم بشپړې کړي.

د طالبانو ویندوی دا هم لیکلي چې د افغانستان د مسئلې د سوله ییز حل په درشل کې دي.

تر دې پخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي وو چې له طالبانو سره د امریکا د سولې موافقه به د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د سپټمبر تر لومړۍ پورې نهايي شي.

پرون شنبه په قطر کې د طالبانو ویندوی سهیل شاهین ویلي وو چې موافقه نهايي کېدو ته نږدې شوې ده.

وروسته له دې چې ښاغلي خلیلزاد په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره د طالبانو او امریکایانو د سولې د موافقې پر مسودې مشوره وکړه، په یوه لویه غونډه کې به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي.

طالبانو ویلي چې ممکن موافقه په قطر کې د روسیې، چین او ملګرو ملتونو د استازو په حضور کې لاسلیک شي.

خو ځینو لوېدیځو سرچینو ویلي چې ښايي د موافقې د لاسلیک غونډه د ناروې په اوسلو کې جوړه شي.

همداراز په پام کې ده چې اوسلو د بین الافغاني خبرو کوربه هم وي.