د افغانستان د سولې لپاره دا مریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پرون د اګست په ۳۱مه پر ټوېټر ولیکل: ما پر کندز حمله نن د طالبانو استازو ته ور یاده کړه او ورته ومې ویل چې داسې تشدد باید ختم شي.
ما نن په خبرو کې د کندز برید یاد کړ او طالبانو ته مې وویل چې دغه ډول زورزیاتی باید ودرول شي. سربیره پر دې، جنرال میلر نن د کندز لیدنه وکړه او افغان ځواکونو ته پر مرستې تمرکز کوي چې د ښار دفاع کوي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 31, 2019
خلیلزاد په یوه بل ټوېټ کې لکیلي: جګړه به یوازې هغه وخت پای ته رسېږي چې دواړه خواوې موافقه وکړي چې باید پای ته ورسېږي.
بلاخره، جګړه به یوازې هغه مهال ختمه شي چې ټولې غاړې یې پر ختمولو موافقه وکړي. ټول افغانان باید د یو سیاسي جوړجاړي او هر اړخیز اوربند ترلاسه کولو لپاره، په بین الافغاني مذاکراتو کې سره راټول شي. ډاډه یم چې موږ د زورزیاتي د لږولو او د سولې د ترلاسه کولو پر یوازنۍ عملي لارې یو.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 31, 2019
د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې په اړه د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره په خبرو لګیا دی.
امریکا غواړي چې د سیاسي حل د موندلو په مټ په افغانستان کې اتلس کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
خو د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي پرون وویل چې پر کندز ښار حمله په بشپړ ډول د سولې د خبرو پر ضد کار دی.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، تمه ده چې خلیلزاد به نن یکشنبه په کابل کې وي او د افغانستان حکومت ته به په قطر کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړي.
موږ په قطر کې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پاې ته ورساوه. زه به نن وروسته د سلامشورو لپاره کابل ته سفر وکړم.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) September 1, 2019
خو کابل ته د خلیلزاد د ورتګ په اړه لا د افغانستان حکومت څه نه دي ویلي.
خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلي چې ټول افغانان باید په بین الافغاني مذاکرو کې کېني چې یو سیاسي جوړجاړی وشي او هر اړخیز اوربند ټینګ شي.
هغه باور څرګند کړی چې یوازنۍ عملي لار یې خپله کړې چې د تشدد په کمېدو او د سولې په ټینګښت ختمېږي.
خلیلزاد همدا راز اشاره کړې چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت او ټولو امریکايي قواوو قوماندان جنرال سکاټ مېلر کندز ته تللی و او له کندزه د دفاع لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم پرون په کندز کې خبریالانو ته وویل چې په کندز کې امنیتي قواوې د بهرنیو ځواکونو کلک ملاتړ لري او هغه ولایت ته یې د جنرال سکاټ مېلر د سفر خبر ورکړ.
اسدالله خالد وویل چې په کندز کې تصفیوي عملیات روان دي او ده رد کړه چې د کندز ښار سقوط کړی و.
اسدالله خالد وویل: هماهنګي نه یوازې دا چې زموږ د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ موجوده ده، بلکې د جنرال مېلر راتګ یې یو مثال دی چې له نړیوالو همکارانو سره هم هماهنګي لرو.
د اسدالله خالد دا ویډیويي بیان د دفاع وزارت د مرستیال ویاند پر ټوېټر خپور کړی دی.
وسله والو طالبانو د شنبې د سهار په دوو بجو د کندز پر ښار له څو اړخونو وسله واله حمله پیل کړه.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل چې په حمله کې د تلفاتو وروستی دقیق شمېر لا نه دی څرګند.
وسله والو طالبانو په ۲۰۱۵ میلادی کال کې د کندز ښار نیولی و، خو د ناټو په ملاتړ د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې له ښاره وایستل شول.
تر هغه یو کال وروسته وسله والو طالبانو بیا د کندز ښار د لنډې مودې لپاره ونیو او خپل بیرغ یې د ښار پر چوک ځړولی و.