د افغانستان د دفاع وزارت ویاند له خبریالانو بښنه وغوښته

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د هغه څه له امله چې خبریالان یې د ځان په اړه سپکاوی بولي، د افغان ولسمشر د ویاند په حضور کې له خبریالانو رسمي بښنه وغوښته.

روح الله احمدزي چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز یې په کندز کې د طالبانو د ډله ییز برید په اړه معلومات ورکول، خبریالانو ته په تنده لهجه وویل چې د طالبانو تلفان نه وینئ او نه یې اورئ.

روح الله احمدزی چې نن په یوه کنفرانس د یوه خبریال پوښتنې په غوصه کړ، په قهرجنه لهجه یې خبریال ته د ړوند او کوڼ خطاب وکړ چې په دې توګه خبریالان ناراضه او مطبوعاتي غونډه ګډه وډه شوه.

د خبریالانو له اعتراض وروسته ښاغلي احمدزي بښنه وغوښته او وزیاته یې کړه: یو ځل نه، سل ځلې له تاسې معذرت غواړم، د دې لپاره چې نه غواړم د رسنیو د کورنۍ یو غړی هم رانه ناراحته شي.

له دې وړاندې خبریالانو د دولتي چارواکو او ویاندویانو له ناوړه چلنده شکایتونه مطرح کړي دي.

یو شمېر خبریالان وايي چې ځیني دولتي بنسټونه دوی ته لازم اطلاعات په لاس کې نه ورکوي او د ځینو دولتي بنسټونو ویاندویان د خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه ورکوي.