په کابل کې د سنبلې ۹مه (د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ) ونمانځل شوه

ارشیف، د پلوڅي کلتور د فیستیوال یو انځور

د سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ په کابل کې د قومونو او قبایلو د چارو وزارت له خوا ونمانځل شوه.

سږ کال په کابل کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د غونډې د ګډون والو په وینا، په سیمه کې د جګړې اکثره قربانیان پښتانه او بلوڅان دي.

د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت د قومي جرګو مرستیال محمد یعقوب احمدزي د شنبې په ورځ په کابل کې وویل، لر او بر پښتانه او بلوڅان سره یو دي، هېڅ څوک يې نه شي جلا کولی.

ده وویل: موږ په دې حساسو شرایطو کې په نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ کوو چې لر او بر پښتانه او بلوڅان دې له ټولو حقوقو برخمن کړي او له افغان حکومته مو هم دا غوښتنه ده، څنګه چې افغانان خپل ځان ته سوله غواړي، همداشان خپلو ګاونډیو هېوادونو ته یې هم غواړو، د دې لپاره چې افغانان سوله ییز خلک دی.

په ورته وخت کې د خبیر پښتونخوا د وزیرو د قبایلي شورا مشر حیات مسعود هم د دواړو غاړو پر اتفاق او وروګلوۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: پښتنو او بلوڅانو ته څوک د ژوند کولو حق هم نه ورکوي، زموږ مبارزه باید یوازې په خبرو نه وي، موږ باید عملي کار ته مټې بډ وهو، زموږ د بې اتفاقۍ له کبله، نړۍ چېرته ورسېده او موږ په څه اخته یوو.

له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځ هر کال د سنبلې په نهمه نېټه د افغانستان په مرکز او ځینو ولایتونو کې د غونډو په جوړولو سره نمانځل کېږي.

خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانو حساسو او ناسمو اړیکو ته په کتو سره په کابل کې د داسې ورځو نماځل څه پیغام لري؟

د سیاسي چارو افغان کارپوه محمد کبیر رنجبر د افغان حکومت له لوري د دغه ډول ورځو نمانځل پر پاکستان یو ډول فشار بولي.

افغان کارپوه محمد کبیر رنجبر

دی وایي: زه فکر کوم چې په دې حساسو شرایطو کې دغه اقدام پر پاکستان د فشار یوه وسیله کېدای شي، د دې لپاره چې د افغان حکومت دغه ډول کړنې په راتلونکي کې پاکستان ته یو لوی سر درد جوړولی شي.

ښاغلی رنجبر وايي، په افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو سره باید پر پاکستان فشار زیات شي، تر څو د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره رښتینې همکارۍ ته غاړه کېږدي.

په افغانستان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ له ۱۹۲۸میلادي کال راهیسې نمانځل کېږي او هدف یې دا دې چې دواړه ولسونه به په سختو شرایطو کې یو د بل ملاتړ کوي.