د انتخاباتو کمېسیون: تر اوسه ۹ نوماندانو خپل مالي راپور کمېسیون ته سپارلی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د جمهوري ریاست ۹ کاندیدانو د خپلو انتخاباتي مبارزو د لګښتونو په اړه دغه کمېسیون ته راپور ورکړی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماندان به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته معرفي شي چې تر اوسه يې د خپلو انتخاباتي مبارزو د لګښتونو راپور دوی ته نه دی ورکړي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست نن ازادي راډيو ته وویل: تر اوسه ۹ نوماندانو خپل مالي راپور کمېسیون ته سپارلی، په دې کې هم ستونزې موجودې دي، یعنې ځينو نوماندانو فورمې په سمه توګه نه دي ډکې کړي او هغو نوماندانو چې د تېرې ورځې تر ماښامه یې راپور نه دی ورکړی، دوی به د شکایتونو کمېسیون ته ور وپېژندل شي او ورسره به قانوني چلند وشي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست

دغه کمېسیون وايي، کاندیدان مکلف دي چې د خپلو ټاکنیزو سیالیو لومړی راپور د ټاکنیزو سیالیو له پیله تر یولسمې یا هم تر دیارلسمې ورځې او دوهم راپور د ټاکنیزو سیالیو د چوپتیا په بهیر کې کمېسیون ته ولېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د لایحې له مخې، د جمهوري ریاست هر کاندید مکلف دی چې د انتخاباتو د کمپاین د هرې میاشتې د لګښتونو حساب له کمېسیون سره شریک کړي.

د قانون له مخې هېڅ کاندید حق نه لري چې له ۴۴۱ میلیونو افغانیو ډېرې پیسې په خپلو کمپاینونو کې مصرف کړي.

له بلې خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د کاندیدانو له کړنو ښکاري چې دوی قانون ته درناوی نه لري.

دی زیاتوي: د دوی دا کړنه څرګندوي چې قانون ته درناوی نه لري او قانون ورته جدي نه ښکاري، بله مسئله دا ده چې د دوی د کمپاینونو نه شفافیت د دې سبب شوی چې راپورونه یې په وخت نه ورکول کېږي او له دې ښکاري چې دوی په عوایدو او لګښتونو کې ستونزې لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

دی د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړي څو په دې اړه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته شکایت وکړي.

د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کمپاینونه د زمري په ۶نېټه پیل شول او د میزان تر څلورمې به دوام وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو په اساس، دغو انتخاباتو ته شااوخوا ۹ میلیونو افغانانو نوم لیکنه کړې ده.