د انتخاباتو کمېسیون ولایتونو ته د حساسو انتخاباتي موادو د لېږد لړۍ پیل کړه

د انتخاباتو حساس مواد

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د بایومټریک دستګاوو په ګډون د حساسو انتخاباتي موادو استول پیل کړل.

په داسې حال کې چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د کارېدونکو بایومټریک دستګاوو د تخنیکي ستونزې له امله بېلابېلې اندېښنې مطرح شوي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د دغو دستګاوو په ګډون د نورو حساسو انتخاباتي موادو د استولو لړۍ پیل کړه.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح سادات د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"ولایتونو ته د حساسو موادو د انتقال لړۍ نن پیل شوه، په لومړي سر کې به دغه مواد فراه، بادغیس او هرات ته ولېږدول شي، د بایومټریک تخنیکي ستونزه هواره شوې او درملوګ کمپنۍ یې مسؤلیت اخیستی، نوی سېستم یې راوړی او ستونزه په بشپړه توګه هواره شوې ده.

د انتخاباتو حساس مواد

تر دې وړاندې بیا داسې اندېښنې مطرح شوې وې چې دغه بایومټریک دستګاوې قلف نه ‌لري او د رأیې اچونې له ورځې وړاندې هم ترې ګټه اخیستل کېدای شي.

همدارنګه د تکراري رأیو له استعماله ‌نه مخنیوی او د عکسونو نه ‌تشخيصېدل د دغو دستګاوو دوه نورې عمده ستونزې یادې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نږدې ۱۷ زره نوې بایومټریک دستګاوې رانیولي چې د پخوانیو ۲۲ زره سره ‌يې شمېر ۳۹ زره دستګاوو ته رسېږي.

په ورته وخت کې د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې لاهم په بایومټریک دستګاوو کې ستونزه په خپل ځای پاتې ده.

دی وایي: ان مونږ اورېدلې دي چې تاسې که څلور سوه ځلې هم خپله ګوته په بایومټریک کېږدئ، دستګاه یې حسابوي او دا یو لوی ناورین دی، خو اوس اړینه دا ده چې یو شمېر نړیوالې کمپنۍ د دې دستګاوو شفافیت تضمین کړي، څو معلومه شي چې هغه څه چې مونږ ته ضمانت راکول کېږي درست دي او که نه.

د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج

د ګلبدين حکمیتار په مشرۍ د دغه ټاکنیز ټيم ویاند فضل غني حقمل بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: زمونږ وړاندیز دا و چې د بایومټریک دستګاوې باید معیاري وي، تخنیکي ستونزه ونه لري، ګوندونه یې باید له شفافیته ډاډمن شي، خو په خواشینۍ سره چې دغو وړاندیزونو ته پاملرنه نه ده شوې او اندېښنې پر خپل ځای دي.

د یادولو وړ ده چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې هم په دغو دستګاوو کې بېلابېلې ستونزې موجودې وې.

د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رأیې اچونې په ورځ د بایومټریک د یو شمېر دستګاوو کار نه‌ کول او د کارکوونکو کمه تجربه هغه ستونزې یادې شوې وې چې د رأیې اچونې په ورځ ‌يې پروسه له ګډوډۍ سره مخ کړه.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دامهال ډاډ ورکوي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغو دستګاوو ستونزه هواره شوې ده.