د بشر حقونو کمېسيون د بدخشان د بېوزلو ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې

په بدخشان کې د بشري حقونو ولايتي کمېسيون د هغو ماشومانو په اړه اندېښنه وښوده چې د بېوزلۍ له کبله درانه کارونه کوي.

ويل شوي چې په بدخشان کې شااوخوا ٢٠٠ زره ماشومان په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.

په بدخشان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې عارفې نوين ازادي راډيو ته وويل: د هغو راپورونو پر بنسټ چې مشخصاً بېلابېلو سرچينو او دولتي بنسټونو ورکړي، په بدخشان کې شااوخوا ٢٠٠ زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، موږ ته د اندېښنې وړ مسئله ده، زموږ اندېښنه يې لا زياته کړې ده.

په بدخشان کې د دغو ماشومانو کورنۍ وايي، دوى د بېوزلۍ له کبله مجبور شوي چې په خپلو ماشومانو درانه کارونه وکړي.

د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم زياتې کورنۍ مجبوره شوي، خپل ماشومان درنو کارونو ته اړ باسي.