ټرمپ په افغانستان کې د خپلو زرګونو سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د زرګونو امریکايي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.

ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز راډیو سره خبرو کې تأیید کړه چې که له طالبانو سره هوکړه وشي، هم به په افغانستان کې اته زره او شپږ سوه امریکايي سرتېري پاتې شي.

بل خوا د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، په اوسني وخت کې د افغانستان د ثبات لپاره د بهرنیو ځواکونو موجودیت مهم دی.

ده وویل: اوس هم له بده مرغه په افغانستان کې د طالبانو ګواښونه پر خپل ځای دي، او د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو دا ګواښونه د افغانستان او امریکا ملي ګټو ته ګواښ دي.

د امریکا متحده ایالات دا مهال افغانستان کې ۱۴۰۰ زره سېتیري لري.

تر اوسه طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو طالبان وايي، په دوحه کې له امریکايي هیئت سره په خبرو کې یې مهم شرط له افغانستانه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.